چارسده كښې كچهرو سره نزدې چاودنه٬ درې كسان ژوبل شول

اسلام آباد 03 اګست(اے پي پي) چارسده كښې كچهرو سره نزدې د چاودنې په نتيجه كښې درې كسان ژوبل شوي دي ۔د شخصي ټي وي له مخې د شورو په ورځ د چارسدې كچهرو سره نزدې چاودنه هغه مهال وشوه كله چې د ميونسپل كمېټۍ يو اهلكار جاروو وهله ۔د چاودنې په نتيجه كښې درې كسان ژوبل شوي۔پوليس له مخې ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسولې شي۔امنيتي ځواكونو سيمه ولقه كښې اخستې او د پېښې پلټنې ئې پېل كړي دي