په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد څارنې لپاره پھ لوړه كچه په ټاسك فورس جوړولو اتفاق وكړی شو

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي)نېشنل ايكشن پلان عملي كولو لپاره د لوړې كچې جاج اخستونكې غونډې د پاكستان د هرې سيمې نه د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ د خاتمې د قومي عزم پخلې كولو سره ٬د دښمن عناصرو فعاليتونه ناكام كولو لپاره د هڅو زياتولو پريكړه كړې او په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد څارنې لپاره پھ لوړه كچه په ټاسك فورس جوړولو اتفاق شوې۔د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ مشرۍ كښې د زيارت په ورځ پھ وزيراعظم هاؤس كښې 6 ساعته اوږده غونډه وشوه چې پكښې د نېشنل ايكشن پلان د عملي كولو د بېلا بېلو اړخونو جاج واخستلې شو۔په غونډه كښې په نېشنل ايكشن پلان د عملدرآمد څارنې لپاره پھ لوړه كچه په ټاسك فورس جوړولو اتفاق وكړی شو٬په ټاسك فورس كښې به د ټولو اړوند محكمو٬د وفاقي حكومت او د صوبو د ايجنسو سينئر نمائندګان شامل وي۔غونډې د دې عزم پخلې وكړو چې د امن مكمل بحالي به د حكومت او د ټولو رياستي ادارو وړومبې ترجيح وي٬انټلي جنس ادارې د قومي سلامتيا په باوري كولو او د قامي ګټو په تحفظ كښې مهم كردار ترسره كوي٬دې لپاره به دوي ته ټولې ضروري وسيلې وركولې شي او د دوي ملاتړ به كولې شي۔غونډې د سيمه ايزې او د داخلي سلامتيا د صورتحال تزويراتي جاج واخستو۔ په غونډه كښې پاكستان غېر مستحكم كولو لپاره د دښمن استخبارتي ايجنسو د فعاليتونو تازه رجحاناتو ته هم پام وكړی شو۔د غونډې ګډون كونكو د مربوط او مركوز هڅو د لارې د دښمن ايجنسو عزائم ناكام كولو لپاره د اوسنو هڅو د لا زياتولو په اړه اتفاق وكړو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په نېشنل ايكشن پلان مكمل او موثر عملدرآمد باوري كولو لپاره به هېڅ كسر نه شي پرېښودلې۔ده د پاكستان د خاورې نه د ترهه ګرۍ د لعنت مكمل خاتمه پھ نظر كښې ساتلو سره د نتيجې وركونكو اقداماتو په پورته كولو زور راوړو۔په غونډھ كښې د خزانې وزير اسحاق ډار د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان٬سرلښكر جنرال راحيل شريف٬د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز ٬د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي٬د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه٬د آئي اېس آئي ډي جي لېفټيننټ جنرال رضوان اختر٬خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري٬د آئي بي ډي جي آفتاب سلطان٬ډي جي(سي)ميجر جنرال برېګېډيئر محمد همايون سليم٬ډي جي(سي ټي)ميجر جنرال طارق قدوس٬د اېم آئي ډي جي ميجر جنرال نديم ذكي او ډي جي اېم او ميجر جنرال ساحر شمشاد مرزا ګډون وكړو۔