په ننګرهار كښې د داعش 7 جنګيالي مړه شوي٬ په كونړ كښې په چاودنه كښې 10 وګړي ژوبل شوي

كابل 04 اګست (اے پي پي) په ختيز افغانستان كښې د يوې نښتې په مهال د درې پوليس اهلكارو پشمول 12 وسله وال وژل شوي دي٬ په ننګرهار كښې د داعش 7 جنګيالي مړه شوي دي او په كونړ ولايت كښې په چاودنه كښې 10 وګړي ژوبل شوي۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې په ختيز افغانستان كښې په پكتيكا ولايت كښې په يوه نښته كښې د درې پوليس اهلكارو پشمول 12 وسله وال مړه شوي دي۔ په نښته كښې د آرګون ولسوالې د طالبانو مشر وژل شوے۔ چارواكو په دې نښته كښې د درې پوليس اهلكارو د وژنې تصديق كړے۔ له بلې خوا په ننګرهار ولايت كښې د عملياتو په مهال د داعش 7 جنګيالي مړه شوي دي او په كونړ كښې په چاودنه كښې 10 وګړي ژوبل شوي دي۔ چادونه په يوه ودانې كښې شوې۔ په پېښه كښې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي