په لنډي كوتل كښې د جشن ازادې كركټ جام پاې ته ورسېدو

لنډي كوتل/ لواړګې 22 اګست (اے پي پي) په لنډي كوتل كښې آل خېبر اېجنسي د جشن ازادې كركټ ټورنامنټ پاې ته ورسېدو او په پايلوبه كښې شينواري الېون كلب كاميابي ترلاسه كړه۔ په رېلوے سټېشن كركټ ګراؤڼډ كښې په پايلوبه كښې شېنواري الېون كركټ كلب خېبر ايګل كركټ كلب ته په 15 منډو ماتې وركولو سره فائنل مېچ وګټلو۔ په ټورنامنټ كښې د 20 نه زياتو لوبډلو برخه واخسته۔