په جامشورو ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شول

APP43-02 JAMSHORO: August 02 – A view of damaged bus after accident with truck resulting 13 passengers death and 20 injured in this accident at Sehwan Road. APP Photo by Farhan Khan

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) جامشورو كښې ټرافيكي پېښه كښې 12 مسافر مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د پي ټي وي راپور له مخې د سندھ په جامشورو سيمه كښې په سېهون روډ د مسافرو يو ګاډې ټرك سره ټكر شوے چې په نتيجه كښې ئې 12 مسافر په ټكي مړه او 40 ژوبل شوي۔ د ريسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي كسان لياقت روغتون ته رسولې شوي دي۔ په ژوبل شويو كسانو كښې مېرمنې او ماشومانې هم شاملې دي۔ د پوليس له مخې دا ګاډې د ډېره اسماعيل خان نه كراچې ته روان و۔