پاكستان به د هند ظلمونو سره د مخ شويو كشميريانو په هر فورم ملاتړ كوي

اسلام آباد 03 اګست(اے پي پي) د ابو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئيلي دي د انصاف نړيوالو ادارو ته مقبوضه كشمير كښې د هند رياستي ترهه ګري په سترګو نه ښكاري ٬پاكستان به د هند ظلمونو سره د مخ شويو كشميريانو په هر فورم ملاتړ كوي ٬بايد د سندھ حكومت رينجرز له ټوله صوبه كښې د عملياتو اختيار وركړي٬د سناتور اعتزاز احسن د تږلارې علم نه لرم۔د شورو پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل پاكستان به د كشمير مسئلې ترهواري د خپل اصولي دريځ څخه په شا نه شي او په هر فورم به د كشميريانو مرسته روانه ساتې ۔ده ووئيل افسوس پھ دې خبره چې د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه هم پھ مقبوضه كشمير كښې په رياستي ترهه ګرۍ غل دي بايد هغوي په دې اړه كردار ترسره كړي او د هند رياستي ترهه ګري ختمولو له كردار ترسره كړي۔ده ووئيل بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې هواره شي۔د يوې پوښتنې په ځواب د سندھ حكومت لخوا د رينجرز اختيارات يوازې تر كراچۍ محدودولو په اړه ده ووئيل رينجرز له په ټول سندھ كښې د جرمونو ختمولو په ضد اختيارات پراخه كول پكار دي