پاكستان اوس د ترهه ګرو د پاتې كېدو ځاې نه دې٬ احسن اقبال نړيوال يوت كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 01 اګست(اے پی پی)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې پاكستان اوس د ترهه ګرو د پاتې كېدو ځاې نه دې٬د نړۍ لسم رامخې ته كېدونكې معاشي طاقت دے٬د وخت ضرورت دے چې پھ ځوانانو كښې د ليډر شپ صلاحيت پیدا كړی شي٬د علم او د تحقيق د روايت څخه لرې كېدل د اسلامي نړۍ د بدحالۍ سبب دے٬په سباؤن كښې به جنګونه د علم په مېدان كښې كولې شي٬د 2013 په مقابله كښې د نن په پاكستان كښې بدلون راغلې۔ده دا خبرې د ګل په ورځ نړيوال يوت كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔وفاقي وزير ووئيل چې د ځوانانو مايوسي ختمولو سره د مثبت سوچ پیدا كولو ضرورت دې۔نننې دور د علمي انقلاب دور دے او د دې پھ نتيجه كښې معيشت قوي كېدې شي۔ده ووئيل چې انسان پھ تياره كښې د رڼا لټولو صلاحيت لري٬د وسيلو كمي سر ه هم د پاكستان ځوانان پھ ښه ډول كار كوي۔ده ووئيل چې د پاكستان ځوانان د آئي ټي په څانګه كښې هم مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل چې پھ پاكستان كښې د ټېلي كميونيكېشن انفراسټركچر د نړۍ مقابله كولې شي٬پرمختګ يوازې د ودانيو جوړولو نوم نه دې بلكې اصل پرمختګ د انسان پرمختګ وي۔ده ووئيل چې ليډر شپ د يو مشن نوم دې او د انسان ژوند كه كوم مثبت مشن نه لري نو هغه نه شي كامياب كېدې۔په ځناور او انسان كښې فرق يوازې د سوچ دے٬د انسان سوچ تل لويې وي