وزیراعظم محمد نواز شریف سره د پاك فضائيه مشر اېئرچیف مارشل سهېل امان وليدل

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د هېواد د فضائي پولو تحفظ او په خاص توګه د ترهه ګرو ژالو ړنګولو په اړه د پاك فضايه د كردار ستائلې دے ۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ د پاك فضائيه مشر اېئرچیف مارشل سهېل امان سره كړې چا چې په وزيراعظم هاٶس كښې وزیراعظم سره ملاقات كولو۔ وزیراعظم په روانو ضرب عضب عملياتو كښې د ترهه ګرو ژالو او پټو ځايونه ړنګولو په اړه د پاكستان د هوائي ځواك د خدماتو ستائنه وكړه ۔د هوائي ځواك مشر وزیراعظم د پاك فضائيه د پېشه وره پوهې او د اپرېشنل چمتوالي په اړه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل په تاريخي توګه پاك فضائيه د قامي سلامتيا د خطرو تل موثره ځواب وركړې۔ده ووئيل د پاكستان د هوائې ځواك د پوهې مثال نشته ۔ده ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې د پاكستان هوائي ځواك روايتي كردار د بدلو شويو تقاضو او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د پرمختګ له مخې جديد طريقې اختيار كړې دي۔