وزيراعظم محمد نواز شريف او د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف كوئټھ كښې د امن او امان په اړه د لوړې پاې غونډه كښې ګډون وكړو

كوئټھ 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف كوئټھ ته رسېدلې چرته چې هغه د امن او امان په اړه د لوړی پاې غونډه كښې ګډون سره سره د كوئټې سول روغتون او سي اېم اېچ روغتون كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه كړې ده ۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف كوئټې ته وړومبې رسېدلې۔د وزيراعظم محمد نواز شريف سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬د سلامتي چارو سلاحكار ناصر جنجوعه پشمول نور مشران هم موجود وو۔د دې نه وړاندې كوئټې ته په رسېدو په هوائي مېدان د بلوچستان وزيراعلٰی نواب ثناﺀالله زهري او صوبائي وزيرانو د هغه هركلے وكړو۔