هېواد كښې هر ځاې د لاقانونيت تاثر سم نه دے٬هندوان او مسلمانان د پاكستان يو برابر وګړي دي

اسلام آباد 03 اګست(اے پي پي)د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقادر بلوچ وئيلي دي هېواد كښې هر ځاې د لاقانونيت تاثر سم نه دے٬هندوان او مسلمانان د پاكستان برابر وګړي دي٬د مذهب په بنياد د چا ترمينځه هېڅ فرق نه كېږي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض پھ نكته ډاكټر رمېش كمار ووئيل په هېواد كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو ته به مونږ له پام لرنه كول وي كله چې هم مونږ څه مسئله پورته كوو نو داسې وئېلې كېږي چې هېڅ لاقانونيت نشته۔وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ ووئيل مونږ ټول پاكستانيان يو٬مركز او صوبو كښې نظام شته۔ده ووئېل دا سمه نه ده چې هر ځاې لاقانونيت دے۔هندوان او مسلمانان د پاكستان برابر وګړي دي٬د مذهب په بنياد د چا سره هم هېڅ فرق نه كېږي٬آئين هم د دې خبرې اجازه نه وركوي