هندي ځواكونو تېره مياشت د څلورو مېرمنو او د 12 ماشومانو پشمول 74 كشميريان شهيدان كړي

سرينګر 01 اګست(اے پی پی)پھ مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهه ګرۍ په روانو عملياتو كښې تېره مياشت پھ جولائي كښې 74 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي چې پكښې 4 مېرمنې او 12 ماشومان هم شامل دي۔د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د ګل په ورځ په جاري شويو شمېرو كښې وئېلي شوي دي چې درې تنه پھ جعلي مقابله كښې شهيدان كړی شوي او 60 وګړي په ډزو شهيدان كړی شوي۔تېره مياشت د دې شهادتونو پھ نتيجه كښې درې ښځې كنډې شوي دي او 8 ماشومان يتيمان شوي۔د هندي ځواكونو او پوليسو پھ تشدد كښې د 50 زرو نه زيات كشميريان سخت ژوبل شوي دي٬ 605 وګړي نيول شوي چې پكښې زياتره ځوانان شامل دي۔هندي ځواكونه تېره مياشت كورونو ته ننوتلي او د 90 مېرمنو بې حرمتي يۍ هم كړې۔