سرلښكر جنرال راحيل شريف د كوئټې پھ چاودنه كښې د ژوبل شويو عيادت لپاره كوئټې ته لاړ

APP60-08 QUETTA: August 08 – Chief of Army Staff General Raheel Sharif chairing security meeting. CM Balochistan, Chief Secretary Balochistan and Commander Southern Command also present. APP

پوځي او سول چارواكو د غونډې مشري هم سرلښكر وكړه
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د كوئټې پھ چاودنه كښې د ژوبل شويو كسانو عيادت لپاره كوئټې ته لاړو ٬ سرلښكر د بلوچستان هائي كورټ ستر قاضي سره غمرازي ښكاره كړه ۔ دورې پھ مهال سر لښكر د اعلٰی پوځي او سول چارواكو د غونډې مشري هم وكړه۔د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرال عاصم سليم باجوه ټويټ له مخې د ګل په ورځ د چاودنې نه پس سرلښكر جنرال راحيل شريف كوئټې ته لاړو۔سرلښكر روستو بلوچستان هائي كورټ ته هم لاړو۔ده ستر قاضي او د بلوچستان هائي كورټ نورو قاضيانو سره غمرازي ښكاره كره۔د دې نه پس سرلښكر د كوئټې د سول روغتون ته لاړو چرته چې ده ژوبل شويو سره د يو والي څرګندونه وكړھ او امر يې وكړو چې سخت ژوبل شوي كسان دې سي اېم اېچ ته منتقل كړی شي۔سرلښكر پھ كوئټھ كښې د اعلٰی پوځي او سول امنيتي چارواكو د لوړی پاې غونډې مشري هم وكړه۔په چاودنه كښې سخت ژوبل شوي دوه كسان د كراچۍ سي اېم اېچ ته لېږلې شوي او نور د 20 نه زيات ژوبل كسان د پوځې الوتكو د لارې د هېواد بېلا بېلو روغتونونو ته منتقل كولې شي۔