د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې په مذهب ٬ تاريخ ٬ كلتور او شريكو رواياتو آډانه دي٬ تركيه كښې د جولائي په 15مه نيټه ناكام بغاٶت د جمهوريت ګټه ده

APP31-02 ISLAMABAD: August 02 – Foreign Minister of Turkey Mevlut Cavusoglu called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې په مذهب ٬ تاريخ ٬ كلتور او شريكو رواياتو آډانه دي٬ تركيه كښې د جولائي په 15مه نيټه ناكام بغاٶت د جمهوريت ګټه ده۔اولس مشر دا خبرې د تركيې خارجه وزير مېوت چاٶش اوګلو او د ھغه پلاوي سره په ايوان صدر كښې كړې چا د نهې په ورځ اولس مشر سره ملاقات كولو۔ پلاوي سره خپلو خبرو كښې اولس مشر د تركيې لارښودو له مباري وركولو سره ووئيل د جولائي په 15مه نيټه ناكام بغاٶت د جمهوريت ګټه ده۔ ده ووئيل پاكستان وړومبنې هېواد دے چا چې د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان او جمهوريت سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې وه او د پوځي بغاٶت يې غندنه كړې۔ده ووئيل د تركيې اولس په جذبه او ولوله د جمهوريت دفاع كړې او په دې د پاكستان اولس د تركيې په وروڼو وياړ لري ۔اولس مشر د ناكامه بغاٶت او په اتاترك نړيوال هوائي مېدان بريد كښې په قېمتي ځاني زيان هم د افسوس څرګندنه وكړه۔اولس مشر ووئيل دواړو هېوادونو تل په سخت وخت كښې د يو بل په كورنيو معاملو مرسته كړې چې پكښې د قبرص او د جمو كشمير چارې په نړيواله كچه پورته كول شامل دي ٬ ترکیې تل د جمو كشمير په معامله د پاكستان تائيد كړې۔اولس مشر د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په هواري ټېنګار وكړو۔ د تركيې خارجه وزير مېوت چاٶش اوګلو په دې موقع د پاكستاني حكومت او اولس د ناكامه بغاٶت په اړه د تركيه د اولس مشر او حكومت په مرسته كولو مننه وكړه ۔ده ووئيل تركيه پاكستان سره خپلې اړيكې لا قوي كول غواړي۔د تركيې خارجه وزير اولسمشر ته باور وركړو چې تركيه به د ترهه ګرۍ او منطقه كښې امن له د پاكستان مرسته روانه ساتي ۔ده زياته كړه چې د کشمیريانو د خپلواكۍ حق او د نيو كليئر سپلائر ګروپ غړيتوب ترلاسه كولو له به د پاكستان بشپړه مرسته روانه ساتلې شي۔اولس مشر ووئيل ھغه دې د تركيه اولس مشر رجب طيب اردوان او وزيراعظم بن علي يلدرم ته زما نېكې هيلې ورسوي۔ده ووئيل د خارجه وزير دوره به دواړو هېوادونو له مهمه وګرځي۔