د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د ملائېشيا عسكري قيادت سره ملاقاتونه

APP79-17 PUTRAJAYA: August 17 - A smartly turned out contingent of Malaysian Army presenting guard of honour to Chief of Army Staff General Raheel Sharif on his arrival at Army Headquarters. APP

پېنډۍ 17 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د ملائېشيا عسكري قيادت سره ملاقاتونه كړي دي چې پكښې په پوځي اړيكو٬شريكه پوځي تربيه او دفاعي مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال راحيل شريف چې په سركاري دوره ملائېشيا ته ورسېد نو د ملائېشيا عسكري هېډكوارټر كښې د پوځ يوې چټك ډلې ورته ګارډ آف انر وړاندې كړو۔سرلښكر جنرال راحيل شريف د ملائېشيا چيف آف ډيفنس فورسز ټين سري داتو سري حاجي ذولكفل بن محمد سين او د ملائېشيا چيف آف آرمي سټاف جنرال ټين سري راجه محمد آفندي بن راجه محمد نورو سره جلا جلا ملاقاتونه كړې۔د ملائېشيا همڅنګ سرلښكر جنرال راحيل شريف سره د خپلو پوځي كمانډرانو پېژندګلي وكړه او د ملائېشيا پوځ آپرېشنل چارو او تربيې په اړه يې ده له بريفنګ وركړو۔د ملائېشيا عسكري قيادت سيمه ايز امن او استحكام له د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابۍ وستائېلې۔په دې موقع جنرال راحيل شريف ووئيل د ملائېشيا او پاكستان سيمه ايزې سلامتيا او د ترهه ګرۍ مخ نيوي له چمتو يو۔د دواړو هېوادونو عسكري قيادت د دفاع په اړه بپه مرسته لاس ليك وكړو۔د دې نه پس سرلښكر د ملائېشيا دفاع وزارت داتو سري هاشمدين حسېن سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د ملائېشيا د دفاع وزير شريكې مرستې زياتولو له خوښي څرګنده كړه د كومې مقصد چې د يو بل د تجربو او پېشه ورې پوهې څخه استفاده كول دي