د پاك ترك سكولونو په اړه د تركيې حكومت په تشويش او په ځايې كچه د دغه سكولونو افاديت تر نظر ساتلو سره به پرېكړه كوو

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د تعليم او تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان وئېلي دي د پاك ترك سكولونو په اړه د تركيې حكومت په تشويش او په ځايې كچه د دغه سكولونو افاديت تر نظر ساتلو سره به پرېكړه كوو٬بورډ آف ډائرېكټرز كښې درې پاكستاني هم شامل دي كوم چې كروړونه روپۍ وظيفې وركوي۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال انجينئر بليغ الرحمان ووئيل د لوړو زده كړو كمېسون په كچه استاذانو ته تربيه وركړې كېږي٬د ټولو سركاري پوهنتونونو د كار استعداد زياتولو له چمتو يو۔سږ كال بجټ زياتولو سره 92 ارب روپۍ ته رسولې شوې٬ 25 زره ځوانانو ته تربيه وركړې كېده۔ سږ كال به دغه شمېره 50 زره ته رسولې شي۔ده ووئيل د پاك ترك سكولونو په اړه د تركيه تشويش حكومت نوټس اخستې٬د تركيه سفير هم مشاورتي عمل كښې شامل كړې شوې۔ ده ووئيل درې سكولونه پنجاب او 21 سكولونه د فاؤنډېشن ترمخه چلېږي۔دا په سېكورټي اېنډ ايكسچېنج كمېشن كښې رجسټرډ دي