د پاك ترك سكولونو مسئله به داسې هواره كړو چې په زده كوؤنكو او مور پلار به هېڅ اغېز نه راځي

APP20-02 ISLAMABAD: August 02 – Advisor to PM on Foreign Affairs Sartaj Aziz and Turkish Foreign Minister Mevlut Cavusoglu during delegation level talks at Foreign Office. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد ۔ 2 اګست (اے پی پی) د تركيه خارجه وزير مېوت چاوش اولو مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د صورتحال په اړه د فېکټ فائنډنګ مشن غوښتنه كولو سره وئيلي دي تركيه د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔ د پاك ترك سكولونو مسئله به داسې هواره كړو چې د زده كوؤنكو سره په مور او پلار به هېڅ اغېز نه راځي۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستاني ځواكونو ملاتړ به ټول عمري روان ساتو۔ پاك افغان مرسته منطقه كښې د اوږدې مودې امن لپاره ضروري ده۔ تركيه افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د څلور اړخيزه ډلې هڅو ملاتړ كوي۔ پاكستان زمونږ دوئم كور دے۔ د اوسني ناكامه پوځي بغاوت په ورځو كښې د ترك حكومت او اولس په زړه پورې ملاتړ كولو پاكستاني اولس ته سلام كووم۔پاكستان او تركيه په ټولو څانګو كښې پياوړې او مستحكمې اړيكې لري۔د دواړو هېوادونو ترمينځه روان كال ستمبر كښې به د آزاد تجارت لوظنامه وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ترك خارجه وزير د نهې په ورځ خارجه سلاحكار سرتاج عزيز سره خبري كنفرنس ته وكره۔ دې څخه وړاندې سرتاج عزيز ووئيل پاكستان تركيه سره خپلې روايتي اړيكې په ستراتيجيكي همكارۍ د بدلولو عزم لري۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې به باكستان د تركيه ملاټر روان ساتي۔ ده ووئيل پاكستان تركيه سره د معيشت په شمول ټولو څانګو كښې پياوړې اړيكي لري۔ سرتاج عزيز خپل ترك همڅنګ سره د ملاقات به مهال د سيمو ايزو او نړيوالو په شمول د خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ مېوت چاوش ووئيل تركيه د كشمير په اړه د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي او د او آئي سي راروانه غونډه كښې به د فېکټ فائنډنګ مشن معامله پورته كوي۔ ترك خارجه وزير ووئيل د پوځي بغاوت په ورځو كښې چې تركي كوم هم ګامونه پورته كړي دې څخه به اروپائي ائتلاف خبرولې شي۔