د خزانې وفاقي وزير د نېشنل فنانس كميشن په اړه د جولائي نه تر دسمبر 2015م لپاره د وړومبو شپږو مياشتو د مانېټرنګ راپور په رسمي توګه منظوري وركړه

اسلام آباد 30 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د نېشنل فنانس كميشن په اړه د جولائي نه تر دسمبر 2015م لپاره د وړومبو شپږو مياشتو د مانېټرنګ راپور په رسمي توګه منظوري وركړه۔ په دې لړ كښې يوه غونډه د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه۔ د غونډې مشري د خزانې وفاقي وزير وكړه۔ د سندھ وزيراعلٰي او د څلورو واړو صوبو د خزانې سېكترانو او استازو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ پھ غونډه كښې د كومې صوبې لخوا په مالياتي شمېرو اعتراض ونه كړې شو او د دې نه پس د خزانې وزير د راپور منظوري وركړه۔ دا راپور له نورې كارروائې لپاره د شورو په ورځ د قومي اسمبلې سېكرټرېټ ته لېږلې شي۔ د راپور له مخې د جولائي نه تر دسمبر 2015 د اېف بي آر د وصولې ټول حجم 1448.79 اربه روپې و او قابل تقسيم محصولات 1415.17 اربه روپې وو۔ پنجاب 51 فيصد٬ سندھ 24.55 فيصد٬ خېبر پښتونخوا 14.62 فيصد او بلوچستان 9.09 فيصد فنډ ترلاسه كړے۔ د دې نه علاوه د ترهګرې په ضد جنګ كښې خېبر پښتونخوا ته 14.02 او بلوچستان ته 5.47 اربه روپې اضافي وركړې شوې دي۔ په دې موقع زر تر زره د اېن اېف سي د راتلونكې غونډې په كولو زور راوړې شو او پرېكړه وكړې شوه د دريو او شپږو مياشتو دواړو غونډې به كولې شي۔