د ترکيه خارجه وزير میولود چاوش اولو پاکستان كښې د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال وزیراعظم او اولس مشر سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل

APP19-02 ISLAMABAD: August 02 – Advisor to PM on Foreign Affairs Sartaj Aziz and Turkish Foreign Minister Mevlut Cavusoglu during delegation level talks at Foreign Office. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 02 اګست (اے پی پی) د ترکیه خارجه وزير میولود چاوش اولو پاکستان كښې د خپلې دوه ورځنۍ دورې په مهال وزیراعظم محمد نواز شریف، اولس مشر ممنون حسین او د سیفران وزير عبدلقادر بلوچ سره جلا جلا ملاقاتونه كړي او د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز سره ئې د پلاوي په كچه خبرې كړي دي ۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د ترکيه خارجه وزیر او د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز ترمينځه شوې ملاقات په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او پھ خاص توګه د افغانستان د چارو پشمول پاك ترکیه دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث شوے۔ د خارجه چارو سلاحكار د 15جولائی بغاوت هڅه کامیابۍ سره په شنډولو د تركيه خارجه وزير له مباركي وركړه او د پاکستان د اړخه اولس مشر رجب طیب اردوان پھ مشرۍ كښې د تركيه ټولو جمهوری ادارو د ملاتړ پخلې ئې كړے ۔ سرتاج عزیز د دې عزم څرګندونه كړي چې د تركيه اولس به د خپلې لوئې حوصلې سره ترهه ګرو له ماتې وركوي۔دواړه لارښوددو د ترهه ګرۍ په ضد په نړيواله كچه هڅې تندولو ته سلا شوي ۔ خارجه سلاحكار د ترکيه خپل همڅنګ له مصالحتی هڅو او پاك افغان پولې منیجمنټ ښه والي له په اقدامات او افغان كډوالو پشمول د افغانستان په تازہ صورتحال بریفنګ وركړو۔ د مائیګرېشن په معامله پر سرتاج عزیز د سوريه كډوالو په كوربتوب د ترکيه اولس او حکومت جذبې وستائلې۔ د ترکیه خارجه وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد د پاکستانو ځواكونو مرسته به روانه ساتلې شي ۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له په نړيواله كچه شريكو هڅو ته اړتيا ده۔