د ترهه ګرۍ خاتمې له دې په بشپړه طاقت كاروائي وكړې شي٬ ترهه ګر آسان هدفونه په نښه كوي

APP93-08 QUETTA: August 08 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif presiding over a meeting on law and order at Governor House. Chief of Army Staff General Raheel Sharif and Federal Minister for Information, Broadcasting and National Heritage Senator Pervaiz Rashid also present in the meeting. APP photo by Mohsin Naseer

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف ټولو رياستي ټولو امنيتي ادارو ته سپارښتنه كړی ده چې هغوي د ترهه ګرو خاتمې له په بشپړ طاقت كاروائي وكړئ٬ترهه ګر آسان هدفونه په نښه كوي٬د كومو چې پھ جديد او كوټلې ډول موثره ځواب وركول پكار دي۔ده د ګل په ورځ پھ بلوچستان ګورنر سېكرټرېټ كوئټھ كښې د يو ناڅاپي غونډې مشري كوله۔غونډه كښې وزيراعظم ته پھ سول روغتون د ترهه ګرو د بريد څخه د رامخې ته شوي وضعې په اړه بريفنګ وركړی شو۔غونډه كښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي٬وزيراعلٰی ثناﺀ الله زهري٬جنرال عامر رياض٬د آئي اېس پي آر ډي جي عاصم سليم باجوه٬د وزيراعظم د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر جنجوعه٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬ډي جي ملټري آپرېشنز او نورو چارواكو ګډون وكړو۔د بلوچستان چيف سېكتر سېف الله چټه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔پھ دې مهال وزيراعظم ووئيل د تېرو دريو كلونو راهسې بلوچستان كښې د امن وضعه پرله پسې ښه شوې ده او دا خفګاني پېښه د قام عزم كمزورې كولې نه شي۔ده ووئيل پھ دې كښې هېڅ شك نشته چې د پاكستان دښمن د چين او پاكستان اقتصادي راهدارۍ په ضد ولاړ دے۔ده ووئيل د پاك پوځ سرلښكر په مشرۍ كښې پوځ د سي پیك په اړه د پېښو امنيتي خطرو مخ نيوي له په غوره ډول كار كوي۔ده ووئيل وفاقي او صوبائي حكومتونه فرنټيئر كانسټېبلري او د ترهه ګرۍ مخ نيوي سي ټي ډي څانګې استعداد زياتولو له به آسانۍ وركوو۔وزيراعظم ووئيل مونږ به د ترهه ګرۍ د نړيوالو خطرو خاتمې له په زړه پورې هڅې كوو۔پھ دې لړ كښې وفاقي او صوبائي قانون نافذ كونكو ادارو او د استخبارتي څانګو يو فعاله مېكنزم به جوړولې شي او د دې فريم ورك به د شته آسانيو سره ملاتړ كولې شي۔وزيراعظم د بلوچستان اعلٰی وزير ته په دې لړ كښې د يو كوټلي راپور وړاندې كولو امر وكړو۔د دې نه وړاندې وزيراعظم د كوئټې سي اېم اېچ ته لاړو او د ترهه ګرۍ په بريد كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه يې وكړه