د ترهه ګرو مذهب سره هېڅ تعلق نشته او نه هغوي څه قوميت لري

APP93-17 ISLAMABAD: August 17 - Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq addressing the closing ceremony of 1st SAARC Young Parliamentarians Conference on Peace & Harmony for Development. APP

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي ټولې شخړې په جنګ هوارول دي كه د خبرو اترو د لارې۔دا خبره په پارلمانې غړيو انحصار لري ۔ده د سارك هېوادونو ترمينځه پارلماني پلاويو تګ راتګ كښې مېرمنو له په سياست كښې د جائزه نمائندګۍ وركولو په حاجت زور راوړو۔ده د دې خيالاتو څرګندونه دوه ورځني سارك ينګ پارلماني كنفرنس 2016 اختتامي دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔سردار اياز صادق ووئيل پاكستان تر تولو زيات د ترهه ګرۍ ښكار دے او د زياتو هلو ځلو او هڅو نه پس په دې لعنت قابو موندلو كښې بريالې شوي يو ۔ده د كوئټې٬پېرس او په برسلز كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پېښو غندنې كولو سره ووئيل د ترهه ګرو مذهب سره هېڅ تعلق نشته او نه هغوي څه قوميت لري۔ده ووئيل دې ناسور ختمولو له به مونږ له په ګډه هلې ځلې كول وي۔سپيكر ځوانان د پريكړې وړ قوت ګرځولو او د هغوي په سياست كښې د برخې اخستو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل ځوانانو سره رابطې لپاره غېر ملكي پلاوي بېلو پوهنتونونو ته د تږ خوښي څرګنده كړې۔ده د نړيوالې لوېديزې مېډيا لخوا د پاكستان په اړه منفي تاثرات زائل كولو له د سارك هېوادونو سپيكرانو ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركړه۔سپيكر د كنفرنس په كاميابۍ د منتظمينو هڅې وستائېلې۔ده په دې لړ كښې د كنفرنس كنوينئر اېم اېن اے ملك عزيز خان د هڅو ستائنه وكړه۔په كنفرنس كښې ګډون كونكو د پلاويي مشرانو د اسلام آباد اعلاميې تائيد وكړو۔هغوي د پاكستان دورې په مهال د پاكستانو پارلماني غړو مننه وكړه۔هغوي ووئيل مونږ پاكستان ته د راتګ نه وړاندې د پاكستان لپاره بل سوچ لرلو اوس د راتږ نه پس د يو مثبت سوچ سره بېرته ستنېږو۔دوه ورځنۍ كنفرنس د دې عهد ترمخه پاې ته ورسېد چې د دې كنفرنس وړاندېزونه به نومبر كښې كېدونكې سارك كنفرنس ته وړاندې كولې شي