د بلاك كړې شويو شناختي كارډونو مسئلې هواري له به د سپيكر په مشاورت پارلماني كمېټي جوړولې شيچوهدري نثار علي خان قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د بلاك كړې شويو شناختي كارډونو مسئلې هواري له به د سپيكر په مشاورت پارلماني كمېټي جوړولې شي٬د ټولو ضعلو په كچه د پاسپورټ دفتر جوړولو پريكړه شوې ده ٬په كراچۍ كښې به د نادرا 3 دفترې سږ كال تر آخر يا د راروان كال په پېل كښې كار پېل كړي٬د افغان كډوالو په اړه قامي پالېسي پكار ده٬دير او نورو سيمو كښې به د نادرا او پاسپورټ په دفترو د مېرمنو جلا كاؤنټرې جوړولې شي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د مولانا امير زمان او اېس اے اقبال قادري د اعتراض پھ نكته وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئېل څو ورځې وړاندې د پوښتنو په دمه كښې ما وئېلي وو چې مونږ ځينو مسئلو سره مخ يو٬دا نه ده پكار چې هر غړې نادرا سره رجوع كولو ته مجبور شي ۔ ده ووئېل تېرو ورځو كښې د جعلي شناختي كارډونو مسئله رامخې ته شوې چې له امله يې د ځينو وګړيو شناختي كارډونه بلاك شوي۔ده ووئيل هر هېواد لپاره پارلماني غړي عزت داره طبقه وي كوم چې د اولس نمائندګي كوي۔ده ووئيل اورنګي ټاؤن كښې د شناختي كارډ جوړولو دوه ګاډي وركړی شوي۔ده ووئيل 69 كلونو كښې د پاكستان د پاسپورټ جوړولو 92 دفترې وې ما پريكړه كړې چې د ټولو ضلعو په كچه به د پاسپورټ دفترې پرانستلې شي۔داخله وزير ووئيل بايد فاضل غړي د اعتراض پھ نكته طريقې سره خبره كړی وه۔داخله وزير قائمه كمېټۍ كښې د داخله وزارت د عملې نشت والي په حقله ده ووئيل پھ دې اړه څه معلومات نه لرم٬د دې معاملې پلټنې به كولې شي كه د داخله وزارت پھ اړه د غړيو بېغوري ثابته شوه نو په ضد به يې كاروائي كېږي او ايوان ته به راپور هم وركولې شي۔ ده ووئېل د اېم كيو اېم بې دركه كسانو په اړه خبره وفاقي حكومت نه شي كولې ما ته اطلاع راغلې چې زياتره وګړي په كوم بل سياسي ګوند كښې نه دې شامل شوی٬هغوي خپلو كورونو ته ستانه شوي خو قانوني تقاضې پوره كولو له صوبائي حكومت كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل په نادرا كښې د مېرمنو عملې بهرتي پیل شوې٬په وړومبي پړاؤ كښې به د مېرمنو ډسك جوړولې شي٬ ده ووئېل تر 35 لكه رجسټرډ او غېر رجسټرډ افغان كډوالو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې٬زما دا نكته نظر دے چې پاكستان د 40 نه تر 45 كلونو د افغانانو كوربتوب كړی۔په دې اړه پھ مسئلو قامي پالېسي پكار ده٬ځينې افغان كډوال پھ غېر قانوني توګه شناختي كارډونه او پاسپورټونه لري ٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ پېښې هم شوي بايد په دې اړه قامي پالېسي جوړه كړی شي۔د دې نه وړاندې د جے يو آئي(ف)غړي مولانا امير زمان د اعتراض په نكته ووئيل د لورالائي 12 زره كسانو شناختي كارډونه بلاك شوي او د دې نوټس دې واخستلې شي۔صاحبزاده طارق الله ووئيل كوز دير كښې د مېرمنو كور په كور شناختي كارډ جوړولو له دې موبائل وين وركړی شي۔ دغسې مولانا جمال الدين داخله وزير د پارلماني كمېټۍ جوړولو تجويز هركلے وكړو