د امنيتي ادارو او استخباراتي ايجنسو په اړه اسملۍ كښې شوې وېناګانې د غندنې وړ دي

اسلام آباد ۔ 10 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د امنيتي ادارو او استخباراتي ايجنسو په اړه ايوان كښې شوې وېناګانې د غندنې وړ دي۔ كه هغه د ايجنسيو د كردار دومره خلاف دے نو د هغه غږ بايد د را او نورو غېر ملكي ايجنسيو په ضد هم پورته شوې وې۔ دا و خت امنيتي ادارو او استخباراتي ادارو سره د اودرېدو دے۔ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ پرېكړه كوؤنكي وخت ته رسېدلې يو ۔ كه مونږ دغسې يو موټي پاتې شو نو كاميابي به ضروري ترلاسه كړو۔ كوئټې كښې په رامخې ته شوې پېښه افسوس لرم۔ د قامي سلامتيا په اړه غونډه روانه ده د دغې په آخر كښې به ايوان ته تفصيلات وړاندې كوم۔ د ترهه ګرۍ پېښې كمې شوې ۔ د روان كال په اولنو 8 مياشتو كښې د ترهګرۍ 171 پېښې رامخې ته شوي ۔ ده ووئېل مونږ دا پېښې صفر ته راوستل غواړو۔ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې داخله وزير ووئيل د وزیراعظم په مشرۍ كښې تېره ورځ غونډه كښې پرېكړه شوې وه چې نن دې په دې اړه يوه غونډه وكړې شي۔ دا غونډه به د زيارت په ورځ هم كيږي او په دې كښې د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران رابللې شوي۔ ده ووئيل دوه نيم كاله كښې د امنيت وضعه ښه شوې۔ ده ووئيل زما د وېناګانو ريكارډ راوباسۍ ما د لوئے څښتن په فضل ټول عمري د جوړ خبره كړې۔ ما په اولني ځل دې ايوان كښې د آصف علي زرداري ستائنه هم كړې۔ ده ووئيل د ريكارډ ترمخه پاكستان كښې به 5 ٬ 6 چاؤدنې هره ورځ كېدې۔ 2009-10ء تر ټولو بد كال ؤ په دې كښې دوه زره د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته شوې۔ ده ووئېل اسلام آباد هم محفوظ نه ؤ۔ په مېريټ كښې سفارتكار ووژل شول۔ د پنجاب ګورنر ووژلے شو۔ په جي اېچ كيو بريد وشو كوم چې 36 ساعته جاري ؤ۔ ده ووئېل په نېول او دفاعي تنصيباتو بريدونه وشول۔ ده ووئيل زه دا نه وايم چې اوس هر څه سم دي ولې حالات بدل شوي ضرور دي۔ اول به چې چاؤدنه نه وه خبر به جوړېدو اوس چاؤدنې سره خبر جوړيږي۔ داخله وزير ووئېل مونږ امن لپاره عسكريت خوښو سره خبرې پېل كړې وې او د دغې تائيد د دغه وخت د پوځ سرلښكر ٬ پيپلز ګوند ٬ پي ټي آئي او نورو ګوندونو كړے ؤ۔ ده ووئېل مونږ د زړه نه خبرې وكړې۔۔ ده ووئيل د روان كال په اولنو 8 مياشتو كښې 181 پېښې رامخې ته شوي ۔ تېر كال د ترهه ګرۍ 477 پېښې رامخې ته شوې وې۔ ده ووئېل مونږ دا پېښی صفر ته راكوزول غواړو۔ ده ووئيل د كوئټې پېښه په سائنسي ډول شوې۔ د يو شهادت نه پس دوئي ته معلومه وه چې ډېر وكيلان به راجمع كيږي۔ ده ووئيل آئی اېس آئی وي كه آئي بي يا صوبائي امنيتي ادارې ټولو سره به انټېلي جنس شيئرنګ كيږي۔ ده ووئيل په نېشنل اېكشن پلان دوه ځله قامي اسمبلۍ ته ما بريفېنګ وركړے بياهم بريفېنګ وركولو له چمتو يم۔ د دې كرېډټ مونږ ايوان له وركړے۔ ده ووئيل پوځي عدالتونه مسلم ليګ (ن) سياسي مخالفينو له نه ترهه ګرو له جوړ كړي ۔ ده ووئيل د قامي سلامتيا په اړه د روانې غونډې په پايه به ايوان ته بريفېنګ وركوم۔