د الطاف حسېن عمل او بیانونو سره د هغه رېښتنې څهره رامخې ته شوې

اسلام آباد 25 اګست (اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وئيلي دي د الطاف حسېن عمل او بیانونو څخه د هغه حقیقی څهره رامخې ته شوې ، هغه پاکستانې نشي كيدې ٬ د الطاف حسېن په ضد کارروائی پيل شوي او دا به تر منطقی انجام رسولې شي ٬ څوك چې هم الطاف حسېن سره رابطې لري هغه به سهولت کار ګڼلې شي ٬ د عمران او قادری مقبولیت ختم شوے ٬ حکومت ته د هغوي د تحریك څخه كوم خطر نشته ٬ مسلم لیګ (ن) ته اولسي ملاتړ ترلاسه دے ۔د شورو پھ ورځ يو شخصي ټي وي سره په خپلو خبرو كښی د دفاع وزير ووئيل د يو داسې تن به د پاکستان سره څه همدردي وي او هغه به څنګه پاکستانې ګڼلې شي څوك چې د رياست په ضد دا ډول بيانونه وركوي ۔ وفاقی وزیر څو كاله وړاندې د الطاف حسېن هند كښې د وېنا حواله وركړه ده ووئيل ما هغه وخت هم وئيلي وو الطاف حسېن د هيواد سره هيڅ همدردی نه لري خو د مشرف آمرانه دور كښې د هغه په ضد كارروائی ونه كړې شوه۔ ده ووئيل اوسني حکومت د هغه د وېنا سخت نوټس اخستې ۔ وفاقی وزیر ووئيل د الطاف حسېن په ضد کارروائی پيل شوي او دا به منطقی انجام رسولې شي ۔ خواجه آصف ووئيل الطاف حسېن د پاکستان جوړيدو نه 8 كاله وړاندې دلته راغلے وو ٬څوك چې مونږ د روزګار لټون له راتلونكې اقتصادی مهاجر ګڼو ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ډاکټر فاروق ستار هيواد سره په مينه لرلو هيڅ شك نشته خو هغه له به د الطاف حسېن سره لاتعلقی ثابتول وي ځكه چې څوك چې هم هغه سره پاتې شوي هغوي سیاسی زيان پورته كړے۔ وفاقی وزیر ووئيل د الطاف حسېن د هند استخباراتي ایجنسۍ ’’را‘‘ سره تعلق دے د كوم چې هغه پخپله اعتراف هم كړے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاکستان حکومت د برتانيې چارواكو سره په تماس كښې دے ٬كه د برتانيې حکومت د الطاف حسېن په ضد كاروائي ونه كړه نو بيا به مونږ بله لاره لټوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل حکومت ته د عمران خان او طاهر القادری د احتجاج څخه هيڅ خطر نشته ځكه چې مسلم لیګ (ن) ته اولسې ملاتړ ترلاسه دے ۔ د عمران او قادری مقبولیت ختم شوے مونږ ولې د هغوي څخه خطر محسوس کړو۔ د سرلښګر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سرلښكر ته اولس د قدر په سترګه ګورې او د هغه د چوكۍ په اړه دې هيڅ ډول پېشنګوئي ونه كړې شي۔ دا چوكۍ ټولو لپاره د احترام وړ ده ۔ ده ووئيل زمونږ پوځ د هيواد پھ خاطر قربانی وركړي ۔ ده ووئيل د هيواد سیاسی او عسکری قیادت كوم اختلاف نه لري۔ د هند د دفاع وزير بیان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هند د دفاع وزير به بشپړ ځواب وركولې شي ځكه چې مونږ د خپلې خاورې په ضد غیرمناسب الفاط زغملې نه شو۔