د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به په پاكستان كښې د ملازمتونو 8 لكه نوې موقعې پیدا شي

اسلام آباد 12 اګست (اے پی پی) د اقتصادي لارې په نتيجه كښې به په پاكستان كښې د ملازمتونو 8 لكه نوې موقعې پیدا شي٬د اقتصادي لارې د لوېديزې برخې په اړه پروژو به كار تر دسمبر 2016 ترسره شي٬په وړومبي پړاؤ كښې د توان پروژو ته ترجيح وركړې شوې٬د ټرانسپورټ نوې انفراسټركچر به د پاكستان معيشت نړيوالې مسابقې لپاره تيارولې شي٬پاكستان د خپل محل وقوع٬كم پېداواري لګښت او د چينائي ټېكنالوجۍ په مرسته نوې اقتصادي موقع پېدا كولې شي۔د جمعې په ورځ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت ذريعو اے پي پي ته ووئيل چې د پروژې ترسره كېدو نه پس به د هېواد په سماجي او معاشي حالاتو كښې په تندۍ سره بهتري راشي۔چينائي كمپنۍ د لس زره مېګاواټه برېښنا پروژې په وخت ترسره كولو لپاره شپه او ورځ هڅې كوي۔چينائي كمپنۍ د ټرانسمېشن او ډسټري بيوشنز لائنونو بهترۍ لپاره هم كار كوي۔د ذريعو له مخې چينائي سرمايه كارو لپاره په پاكستان كښې د معدنياتو٬كركيلې٬انفراسټركچر٬ټېكنالوجۍ او د صنعتونو په څانګو كښې په زړه پورې امكانات موجود دي۔د ذريعو له مخې د اقتصادي لارې پروژه د بلوچستان او هېواد معاشي پرمختګ لپاره ډېره مهمه ده۔په هېواد كښې د امن او امان صورتحال ښه كېدو سره غېر ملكي سرمايه كار پاكستان ته راروان دي۔