د آزاد جموں و کشمیر اولس مشر سردار محمد یعقوب خان سره د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر پروفېسر آیاد امین مدنی په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي ملاقات په مسئله كشمير ٬ د مقبوضه كشمير په روانه وضعه او د نړيوالې ورورولۍ په كردار د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔ 21 اګست (اے پی پی) د آزاد جموں و کشمیر اولس مشر سردار محمد یعقوب خان سره د اسلامي مرستې تنظيم عمومي سېكتر پروفېسر آیاد امین مدنی په مشرۍ كښې د لوړې كچې پلاوي ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په مسئله كشمير ٬ د مقبوضه كشمير په روانه وضعه او د نړيوالې ورورولۍ په كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال د آزاد كشمير نوے ټاكلے شوے اولس مشر محمد مسعود خان ، پخوانۍ وزيره فرزانه یعقوب او د خارجه دفتر اعلی چارواكي موجود وو۔ سردار محمد یعقوب خان او محمد مسعود خان د او آئي سي عمومي سېكتر ته مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك لخوا په كشميري اولس د زور ٬ ظلم او زياتي په اړه بريفېنګ وركړو۔ پروفیسر آیاد امین مدنی وئيل د خپل تنظيم پلېټ فارم څخه د كشمير د خپلواكۍ هڅو ملاتړ كوؤ۔ د تنظیم 57 غړي هېوادونه په دې اړه عزم لري۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې حل له سياسي فشار او د خبرو عمل ته اړتيا ده۔ هند له به دا مسئله په سياسي بنيادونو حل كول وي۔ نوي ټاكلي اولس مشر مسعود خان ووئيل مقبوضه كشمير كښې روان تحريك ځائي لوستو ځلمو په خپله پېل كړې۔ هغوي د كوم ترغيب نه غېر خپلو لاريونونو كښې د پاكستان بېرغ پورته كوي۔ ده ووئيل مونږ پولې څخه په پورې غاړه ترهه ګرۍ باور نه لرو۔ پاكستان پخپله ترهګرۍ سرخ مخ دے۔ ده ووئيل د هند تورونو مقصد نړيواله ورورولي بې لارې كول دي۔ مسعود خان ووئيل د او آئی سی لخوا د مقبوضه كشمير په صورتحال د غندنې بيان او دكشمير رابطه ډلې قراردادونه زمونږ لپاره ډېر مرستال ثابتېږي۔ مسعود خان ووئيل مقبوضه كشمير كښې د ابلاغ ذريعې ٬ ټي وي چېنلز او انټرنېټ سروس بلاك كړې شوې۔ دغسې چې نړۍ ته د اصل حقيقت په اړه معلومه نه شي۔ ده ووئيل كشميري اولس ډېر صلاحيت لرونكے دے۔ د هند اولنے وزيراعظم جوهر لعل نهرو او د پاكستان موجوده وزيراعظم میاں محمد نواز شریف کشمیری نسل سره تعلق لري۔