د آزادۍ ټرېن روان شو٬ په 16 ښارونو كښې به هنرمندان د خپل فن څرګندزنه كوي

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د آزادۍ ټرېن په سفر روان شوې٬ آزادي ټرېن د اطلاعات ٬ خپرونو او د پاكستان رېلوے وزارتونو شريكه منصوبه ده۔ دا منصوبه په اولس كښې هېواد سره د مينې جذبه رابېدارولو له ښه كردار ولوبوي او دې سره سره به د پاكستان د آزادۍ د تاريخې هلو ځلو بېلا بېل اړخونه او د هېواد تهذيب او كلتور هم رامخې ته كړې شي ٬ دا ټرېن درې برخې لري چې پكښې به 6 فلوټس ٬ 6 ګېلرۍ او 6 اپرېشنل ډبې وي ٬ په فلوټس د څلورو واړو صوبو نه علاوه ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كلتور به هم رامخې ته كولې شي او دغسې دوه ډبې وسله والو ځواكونو له بېلې كړې شوې چا چې د پاكستان حفاظت له ډېر قربانۍ وركړې دي۔ يو ډبه به د پاك چين اقتصادي لارې او د نورو پرمختيائي پروژو نمائندګي ٬ د آزادۍ رېل به په ټولو لويو ښارونو دمه كوي او رنګ رنګ د موسيقۍ پرواګرمونه او كلتوري ګډاګانې به هم وړاندې كولې شي۔ دا پروګرام د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس او د لوك ورثه په مرسته پېل كړې شوې۔ پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس د 20 نه زيات هنرمندان به د ګوډا ګو تماشا هم وړاندې كوي