د آزادۍ ورځ لمانځلو له اسلام آباد او پېنډۍ كښې چمتوالې نيول روان دي

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د پاكستان د آزادۍ 69مه ورځ لمانځلو له د اسلام آباد او پېنډۍ پشمول ټول هېواد كښې تيارۍ روانې دي٬ قامي بېرغونه٬ بېجونه او د نورو څيزونو په چاپ خانو ګڼه ګوڼا ليدلي كېږي۔زلمو په ګاډو او موټر سائيكلو قامي بېرغونه لګولي۔بلخوا د آزادۍ ورځ په مناسبت سره په بازارونو كښې د قامي بېرغونو او بېجونو سره سره نور څيزونه د دكانونو ښكلا زياتوې او د ماشومانو سره سره ټول مينه وال د آزادۍ ورځ لمانځلو له د قامي بېرغونو او بېجونو سره سره د نورو څيزونو په اخستو بوخت دي۔ماشومانو د خپلو كورونو ښكلا زياتولو له په چهتونو قامي بېرغونه او لائټونه لګولې ۔د يادونې وړ ده چې د آزادۍ ورځ مناسبت سره به د اسلام آباد پشمول په صوبائي سرښارونو او ضلعي ښارونو كښې خاص دستورې كولې۔ په ټي وي چېنلو او راډيو به د ملي نغمو او تقريرونو مقابلې هم كېږي۔ د پاكستان پوسټ آفس به د آزادۍ ورځ نوموړي سماجي شخصيت عبدالستار اېدهي ته پېروزئنې وړاندې كولو له خاص يادګاري ډاك ټكټ جاري كوي۔په قامي او نشخصي كچه به خاص دستورو كښې د آزادۍ پاسون اتلانو ته سلام وړاندې كولې شي او په مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د لاسه شهيدانو ته پېروزئنې هم وړاندې كولې شي ۔