داخله وزارت وګړيو له د وسلې لائسنس كمپيوټرائز كولو لپاره تر 30 نومبر 2016 آخري نېټه اعلان كړې

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) داخله وزارت د اړخه وګړيو له د وسلې لائسنس كمپيوټرائز كولو يادګيرنې كولو سره بيا هم وګړيو په زيات شمېر تراوسه داخله وزارت ته رجوع نه ده كړی۔د ټاكلې شوې نېټې نه پس دغه وګړي قانوني ستونزو او مسئلو سره مخ كېدې شي۔د ګل په ورځ د وزارت ذريعو ووئيل داخله وزارت تېرو وختونو كښې جاري شوي د وسلې لائسنونو كمپيوټرائز كولو لپاره وګړيو ته بيا بيا موقع وركړی۔په دې لړ كښې په ورځپاڼو كښې اشتهارات وركړې شوي او خبر كړی شوي چې په خپله ټاكلې موده كښې د وسلې لائسنې كمپيوټرائز كړي۔په دې مهال په زيات شمېر بوګس لائسنسونه هم په ګوته كړې شوي په كوم چې اړوندو كسانو او په دې كښې ككړو افسرانو او اهلكارو په ضد كاروائي هم شوې خو اوس هم په لويه شمېره داسې وګړي شته كومو چې لائسنس كمپيوټرائزډ كولو لپاره نادرا څخه رجوع نه ده كړې۔چارواكو تر مخه داخله وزارت داسې وګړيو ته اوس تر30 نومبر 2016 حتمي ډېډ لائن وركړې چې خپل لائسنس كمپيوټرائز كړي۔بلكې د دوي لائسنسې به نه صرف منسوخ كړې شي بلكې قانوني كاروائي سره به هم مخ كولې شي۔د نادرا چارواكو وئېلي دي وګړيو له پكار دي چې د آخري ڼېټې نه وړاندې د نادرا اړوندو دفترونو سره رجوع وكړي او د خپلو وسلو لائسنسونو تجديد وكړي او داسې وګړيو چا سره چې اوس هم پخوانۍ لائسنسونه شته هغوي دې د هغې كمپيوټرائز كارډ ترلاسه كړي