اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې حكومت به هر د ډول خطر د دفاع او قامي سلامتيا له پاك بحريه جديد او قوي ځواك جوړولو له هر ډول ګامونه پورته كوي۔ ده دا خبره د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد ذكاﺀالله سره د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ نيول چيف وزيراعظم د پاك بحريه د پېشه ورانه چارو نه خبر كړو۔ ده ووئيل چې پاك نيوي د ميري ټائم انفراسټركچر حفاظت او هر ډول خطرو په ضد د هېواد دفاع باوري كولو له چمتو ده۔ وزيراعظم د هېواد سمندري حدونو تحفظ كښې د پاك بحريه كردار وستائېلو۔ ده ووئيل چې د پاك نيوي دفاعي صلاحيتونه قامي دفاع او سلامتيا لپاره مهم دي۔