جعلي شناختي كارډ لرونكو غېر ملكيانو ته خپل شناختي دستاويزات سرنډر كولو لپاره نور د يوې مياشتې مهلت وركړے شوے

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي چې جعلي شناختي كارډ لرونكو غېر ملكيانو ته خپل شناختي دستاويزات سرنډر كولو لپاره نور د يوې مياشتې مهلت وركړی شوې٬د شناختي كارډ د تصديق كمپائن پھ مهال تراوسه پھ ټول هېواد كښې 60 فيصده شناختي كارډونه تصديق شوي٬په جعل سازۍ كښې ككړ د نادرا 80 اهلكار پھ ګوته شوي دي٬رجسټرېشن لپاره د 132 آئي اېن جي اوز خواستونه ترلاسه شوي دي٬د اي پاسپورټ اجرا به پھ يو څو مياشتو كښې پیل شي٬تر راتلونكي كال به پھ هره ضلع كښې د پاسپورټ دفتر جوړولې شي۔ده دا خبرې د جمعې پھ ورځ د لوړی پاې غونډې مشري كولو په مهال په خپله وېنا كښې وكړې په كومه كښې چې د آئي اېن جي اوز د رجسټرېشن٬د نادرا٬د شناختي كارډ د تصديق عمل او د اي پاسپورټ اجرا پشمول د نورو چارو جاج واخستلې شو۔د كورنيو چارو وزير غونډې ته پھ خپله وېنا كښې ووئيل چې د تماش كولو ډېر وخت وشو٬د ډرامې څيزونه ډېر كېږي خو كار نه كېږي۔د پاسپورټ په اړه زرګونه ډپلوميټ او سركاري پاسپورټونه منسوخ كړی شوي٬په اي سي اېل پالېسۍ كښې اصلاحات راوستل شوي٬تر څو چې مونږ تصديق نه وي كړی كه پاكستانې هم وي ويزه نه شي جاري كېدے٬مونږ پھ ايئر لائنونو د څلورو كروړنو زياتې جرمانې لګولې دي اوس دوي سل ځله سوچ كوي٬ 62 لغوا ډلې دي د دوي مركزي ډېټا بانك جوړ كړی شوې۔د نړيوالو اېن جي اوز ګانو په اړھ د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د مشرف پھ دور كښې د اجازې نه بغېر ګڼ شمېر اېن جي اوز ګانو كار كولو۔د پاسپورټ پھ نظام كښې ډیر بدلونونه شو دي٬د پاسپورټ 72 نوې دفترې جوړې كړی شوي دي٬تر راتلونكي كال به د هېواد په هره يوه ضلع كښې د پاسپورټ دفتر وي۔