ترکیه كښې د واده دستوره كښې د بمي چاؤدنې پېښه – 30 تنه مړه

انقرہ ۔ 21 اګست (اے پی پی) د تركيه سوئيلي ښار غازي عنتاب كښې د خالي په ماښام د واده يوه دستوره كښې د ترسره شوې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې 30 كسان وژل شوي او 94 نور ژوبل شوي دي۔ د غازی عنتاب ګورنر ‘ سی اېن اېن ترکی’ سره خبرو كښې ددې پېښې او دې كښې د شوي زيان تصديق كړې۔ د حكومتي ګوند ‘آق’ يو پارلماني غړي خپل ټويټ كښې وئيلي چې دې بريد كښې د “داعش” لاس كېدې شي۔ د پېښې څخه سمدستي وروستو دوهم وزيراعظم غازي عنتاب ته ورسېدو۔ ده خپل بيان كښې دا يوه وحشيانه كاروائي وګرځوله۔ دوهم وزيراعظم محمد شیشمک سرکاری ټی وی سره خبرو كښې ووئيل د واده په ډول دستورو كښې د دښمن لخوا داسې بريدونه اولس كښې د ويرې خپرولو برابر دي ولې مونږ به دښمن خپل دے چال كښې كاميابېدو ته نه پرېږدو۔