الېكشن كمېسيون انتخابي فهرستونو ته د بيا كتنې منظوري وركړه

اسلام آباد ۔ یکم اګست (اے پی پی) الېکشن کمېسون په ټول هېواد كښې انتخابي فهرستونو ته د بيا كتنې منظوري وركړې ٬ے ۔ د نوي كمپيوټرائزډ قامي شناختي كارډ لرونكو ووټرانو اندارج لپاره به د اګست 10مې نېټې څخه تر 29 اګست د الېكشن كمېشن عملې كور په كور ګرځېدو سره د تصديق عمل منطقي انجام ته رسولې شي۔ دې نه پس به 20 ستمبر نه 21 ورځو لپاره د ووټرانو فهرستونه په بېلو ډسپلې مركزونو لګولې شي۔ ووټرانو ته خواست دے چې هغوي د موبائل د لارې په 8300 اېس اېم اېس وكړي او د خپل ووټ جاج واخلي۔ كه كوم وګړے د خپل ووټ اندراج ٬ منتقل كول ٬ سمول يا خارج كول غواړي نو هغه به په خاص فارم د الېكشن كمېسيون اړوندو چارواكو ته خواست كوي۔ الېكشن كمېسيون په دې لړ كښې صوبائي ٬ ريجنل او ډسټركټ الېكشن كمشنر ته ضروري امر كړې دې۔ هيله ده چې دې عمل نه پس به د ووټرانو شمېره 9 کروړ 30 لكھه نه 9 كروړه 70 لكھه څخه زياته شي۔