20 لكهه څخه زياتو مسلمانانو د روژې مباركې په 27مه شپه مسجد الحرام كښې تراويح كښې ګډون وكړو

مکه ۔ 3 جولائی (اے پی پی) د روژې مباركې مياشتې په 27 مه شپه 20 لكهه څخه زياتو مسلمانانو مسجد الحرام كښې په تراويح كښې ګډون وكړو۔ د سعودي ورځپاڼې راپور ترمخه د سعودي عربستان حكومت لخوا د وركړې شويو اسانيو په سوب عبادت كوؤنكو اطمينان سره عبادت وكړو۔ د مكې ګورنر شهزاده خالد الفېصل وئيلي چې عبادت ګزارو ته زياتو اسانيو وركولو له د خادم الحرمېن الشريفېن په وژن عمل كولے شي۔ په دې مهال ده د پراختيا پروګرام ذكر هم وكړو۔ دميډيا راپورونو ترمخه د رمضان المبارك په آخري لس ورځو كښې مسجد نبوي كښې هم د عبادت كوؤنكو شمېره كښې ښكاره زياتوالې شوې۔