ښه تعليم او غوره طبي آسانۍ د هر وګړي بنيادي حق دے او دې لپاره به پھ ترجيحي بنيادونو كار كول وي

APP03-14 ISLAMABAD: July 14 - Governor Punjab, Malik Muhammad Rafique Rajwana called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد 14 جولائي(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي ښه تعليم او غوره طبي آسانۍ د هر وګړي بنيادي حق دے او دې لپاره به پھ ترجيحي بنيادونو كار كول وي۔ده دا خبره د زيارت پھ ورځ ايوان صدر كښې د پنجاب ګورنر ملك محمد رفيق رجوانه سره ملاقات كښې وكړه۔اولس مشر ووئيل د اولس ناوړه حالت ښه كولو له بايد هر ممكنه ګامونه پورته كړی شي۔په دې مهال د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه اولس مشر سوئېلي پنجاب كښې د پېل كړې شويو پرمختيائي منصوبو څخه خبر كړو۔ده ووئيل سباؤن كښې به دا منصوبې د عام اولس ژوند لا آسان كړي