په كوم مذهب به هېڅ بندېز لګولې نه شي۔ هېلري كلنټن

واشنګټن ۔ 30 جولائی (اے پی پی) پخوانۍ امريكائي خارجه وزيرې هبلري كلنټن وئيلي چې هغه به په كوم هم مذهب هېڅ ډول بندېز نه لګوي۔ دې په دې زور راوړې چې امريكا به خپلو ملګرو سره په ګډه د ترهه ګرۍ مخنيوي له كار كوي۔ د دې وېنا وه چې هغه به د ټولو امريكائي وګړو اولس مشره وي۔ هغې ته د ووټ وركوؤنكو او د ووټ نه وركوؤنكو هم۔ دې خپل خطاب كښې ووئيل د اولس مشرې غوره كېدو په صورت كښې به زما مركزي ذمه واري دا وي چې د لوئې لوئې اجرتونو سره د روزګار نوې موقعې رامخې ته كړم۔ دې ووئيل زه هېواد ته پیښو چېلنجونو څخه خبر يم ولې دې څخه نه وېرېږو۔