پرنټ مېډيا ستونزو پھ اړه خبرې اترې٬د اېډورټائزمنټ په اړه شمېرې پھ وېب پاڼه د جاري كولو پريكړه

اسلام آباد 28 جولائي(اے پي پي)د سي پي اېن اي ايګزېكټو كمېټۍ غړو صدر ضياﺀ شاهد او د عمومي سېكتر اعجاز الحق په مشرۍ كښې پلاوي د زيارت پھ ورځ د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثه وفاقي سېكتر اېس اېم عمران ګردېزي سره ليدلې دي او د پرنټ مېډيا د ستونزو په اړه ئي ده سره خبرې اترې كړی٬دا پريكړه وشوه چې د اېډورټائزمنټ په اړه شمېرې به د پي آئي ډي پھ وېب پاڼه جاري كولې شي۔وفاقي سېكتر پلاوي ته ووئيل د سي پي اېن اي په خواست وزارت د سېكتر پھ مشرۍ كښې د يو اعلٰی كچ رابطه كمېټۍ اعلان كوي دغسې چې د پرنټ مېډيا پھ اړه مسئلې حل كړی شي۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د سي پي اېن اي مشاورت نه پس د رابطې كمېټۍ لپاره به نامې اعلانولې شي۔غونډه كښې د مېډيا د امنيت د معاملې هم تفصيلي جاج واخستلې شو۔ده ووئيل د حكومت ذمه واري ده چې د مېډيا هاؤسز خپلواكې ٬منصفانه او محفوظه كار تر سره كولو لپاره ښه ماحول وركړې۔ سي پي اېن اي ته د پلاټ الاټمنټ په اړه سېكتر پلاوي ته ووئيل د سي پي اېن اي اسلام آباد هېډكوارټرز له د پلاټ وركولو لپاره د وزيراعظم په امر عملدرآمد له ضروري ګامونه پورته كړې شوي۔وفاقي سېكتر ووئيل په دې لړ كښې د سي پي اېن اي جائز غوښتنو احترام كوو۔غونډه كښې د آډټ بيورو آف سركولېشن او ورځپاڼو رجسټرېشن په اړه د نورو چارو هم جاج واخستلې شو او يوه كمېټي جوړه كړی شوه كومه به چې د دې چارو تفصيلي جاج اخلي۔د كمېتۍ غونډھ به د اګست پھ لسمه نېټھ بيا كېږي او د پرنټ مېډيا په اړه د مسائلو حل كولو لپاره به ضروري ګامونه پورته كولې شي۔پرنسپل انفارمېشن آفيسر راؤ تحسين علي خان او د وزارت نورو چارواكو هم پھ دې غونډھ كښې ګډون كولو