پرمختلليو قومونو سره قدم په قدم تللو لپاره به مونږ ته خپل روايتي فكر او د كار انداز بدلولو سره تخليقي انداز فكر اختيارول وي

APP03-18 ISLAMABAD: July 18 - President Mamnoon Hussain addressing the 41st International Nathiagali Summer College on Physics and Contemporary Needs organized by Pakistan Atomic Energy Commission. APP

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې پرمختلليو قومونو سره قدم په قدم تللو لپاره به مونږ ته خپل روايتي فكر او د كار انداز بدلولو سره تخليقي انداز فكر اختيارول وي٬سائنسي پرمختګ لپاره كه په نصاب كښې د بدلون ضرورت وي نو په بېړني توګه دې پھ دې كار وكړی شي۔ده دا خبرې د 41م انټرنېشنل نتهياګلي سمر كالج د پرانستې كلنې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړی۔اولس مشر ووئيل چې پھ دې خوشحاله يم چې پھ سمر كالج كښې تعليم او تحقيق سره تړون لرونكې ګڼ شمېر ادارې ګډون كوي۔اولس مشر ووئيل چې د پاكستان اټامك انرجي كمېشن هڅې د ستائنې وړ دي۔دا اداره د تېرو 4 لسيزو څخه د نتهياګلي سمر كالج له مخې پھ هېواد كښې د سائنس او ټېكنالوجۍ پرمختګ لپاره كار كوي۔ده ووئيل چې پاكستان اټامك انرجي كمېشن او نورې ادارې دې د خپلو تجربو په رڼا كښې حكومت ته د عمل وړ تجويزونه وړاندې كړي چې دغسې مونږ د تعليمي ژوند په ابتدا كښې خپل ماشومان دې څانګو ته راغب كړو ځكه چې نن په نړۍ كښې كومو قومونو په صنعت٬تجارت٬دفاع او د معيشت پھ څانګو كښې بري ترلاسه كړی بنياد يې سائنس او ټېكنالوجي او تخليقي انداز فكر دے۔پھ دې لړ كښې پھ پاكستان كښې سركاري او نجي تعليمي ادارو ته د سائنس څانګې ته د زيات پام كولو ضرورت دے۔اولس مشر ووئيل چې زمونږ ځوانان ډېر ذهين دي او صلاحيتونه لري خو د دوي لارښونه ډېره ضروري ده۔