پاكستان څخه پخپله ستنېدونكو افغان كډوالو ته به 350 ډالر اضافي عطيه كولې شي ملګري ملتونه

اسلام آباد ۔ 5 جولائی (اے پی پی) كډوالو لپاره د ملګرو ملتنونو ادارې (یو این ایچ سی آر) اعلان كړې چې پاكستان څخه پخپله ستنېدونكو افغان كډوالو ته به 350 ډالر اضافي عطيه كولې شي۔ افغان كډواله دا رقم افغانستان كښې د نقد عطياتو مركز څخه ترلاسه كولې شي۔ د یو اېن اېچ سی آر جاری كړې شمېرو ترمخه د 6 رجسټرډ شوي كسانو يوه كورنۍ به په مجموعي توګه 2 زره امريكائي ډالر ترلاسه كړي۔ دا ريليف رجسټرډ كډوالو لپاره دے۔ دې سره سره 30 څخه تر 70 ډالر به د سفر لپاره بېل وركولې شي۔ پاكستان كښې د افغان كډوالو په پخپله خوښه د ستنېدو دوه مركزونه پېښور او كوئټه كښې ټول كال افغان كډوالو ته اسانۍ وركوي۔