پاكستان رېلوېز امريكې څخه 55 رېل انجڼې اخلي

اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي پاكستان رېلوېز امريكې څخه 55 د رېل انجڼې اخلي٬ 2008 نه تراوسه رېلويز 63 انجڼې د بهرنيو هېوادونو څخه اخستې٬د رېلويز پھ 440 انجڼو كښې 172 خرابې دي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور عتيق شېخ د پوښټنې په ځواب د رېلوے وفاقي وزير ووئيل د پاكستان رېلوېز 86 فيصده پلونه 100 كاله څخه زيات پخواني دي٬د هغې ښه كولو كار روان دے۔د رېلويز پولونه د حفاظتي معيار ترمخه دي۔ ده ووئېل د پاكستان رېلوېز د بندو انجڼو مرمت پیل كړی شوې ۔د سناتور احمد حسن د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان رېلويز د مسابقتي بوليئ تګلارې بشپړیدو نه پس امريكې څخه 55 انجڼې اخلي او دې مقصد له امريكې سره په 20 جون 2015 د 2 لكه 13 زره 689 ملينه روپو ماليت لوظ نامه شوې۔دا انجڼې به جنوري 2017 نه تر جولائي 2017 رېلويز ته وسپارلې شي۔