پاكستان د برتانيې نوې حكومت سره رابطو ته وده او دوه اړخيزه مرستې مستحكمول غواړي

APP24-28 ISLAMABAD: July 28 – British High Commissioner to Pakistan Thomas Drew called on Minister for Interior Ch. Nisar Ali Khan at Punjab House. APP

اسلام آباد 28 جولائي(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي پاكستان د برتانيې نوې حكومت سره رابطو ته وده او دوه اړخيزه مرستې مستحكمول غواړي۔ده دا خبره د زيارت پھ ورځ د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو سره ملاقات پھ مهال كړې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د پاكستان او برتانيه به سياسي٬معاشي٬ستراتېژېكي او امنيتي څانګو كښې ګڼ اړخيزه اړيكې لري۔ده پھ دې خبره زور راوړو چې شريكو روابطو او د مرستې ودې سره به اوسنې اړيكې لا قوي شي۔داخله وزير ووئيل وزيراعظم ډيوډ كيمرون په دور كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه سيمه ايزو او په نړيوالو چارو همكاري روانه وه ٬مونږ وايو چې ډيوډ كيمرون پخپل حكومت كښې د پاكستان ملګرې او ښه پارټنر وو۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ هره كچه پھ خاص توګه د وزيرانو په كچه زيات روابط او مستحكمې اړيكې به د پا كستان او برتانيې شريكو اړيكو او مرستې ته وده وركړي۔