وزیراعظم نواز شریف آزاد کشمیر كښې بدعنوانۍ څخه پاك حكومت جوړول غواړي۔ د آزاد کشمیر اولس بايد شوكه كوؤنكي او جرائم پېشه كسان مسترد كړي۔ زمرې به د جولائي په 21 مه نېټه د تورې په مرسته اس ٬ غشې او بېټ ته ماتې وركړي۔ مونږ د نواز شريف د پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ رڼا او امن پېغام سره راوتلې يو۔ ډاكټر آصف كرماني

اسلام آباد ۔ 17 جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي دي وزیراعظم نواز شریف آزاد کشمیر كښې بدعنوانۍ څخه پاك حكومت جوړول غواړي۔ د آزاد کشمیر اولس بايد شوكه كوؤنكي او جرائم پېشه كسان مسترد كړي۔ زمرې به د جولائي په 21 مه نېټه د تورې په مرسته اس ٬ غشې او بېټ له مينځھ يوسي۔ مونږ د نواز شريف د پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ رڼا او امن پېغام سره راوتلې يو۔ ده د اتوار په ورځ د حلقه 3 په بېلو ځايونو كښې اولسي غونډو ته خطاب كولو۔ ډاكټر آصف كرماني ووئيل مونږ وفادار خلق يو او وفادار خلق خوښوؤ۔ له دې كبله د آزاد كشمير بااصول لارښود سره مو اتحاد شوے۔ ده ووئيل بېرسټر سلطان د سردار عتیق اقتدار نه غېر ژوند كولې نه شي۔ عمران خان پاکستان كښې د رڼا ٬ پرمختګ ٬ سوكالۍ او امن دښمن دے۔