وزیراعظم راجه فاروق حیدر ته د آزاد کشمیر وزیراعظم په ټاكل كېدو مباركي وركړه نوے وزيراعظم به د آزاد كشمير اولس پرمختګ او سوكالۍ كارونو او د آزادۍ حق ترلاسه كولو هڅو كښې د مقبوضه كشمير اولس مرسته وكړي۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف

اسلام آباد ۔ 31 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف راجه فاروق حیدر ته د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم په ټاكل كېدو مباركي وركړې۔ د وزيراعظم هاؤس څخه جاري كړې شوي بيان ترمخه وزيراعظم هيله ولرله چې د آزاد کشمیر نوے وزيراعظم به د آزاد كشمير اولس پرمختګ او سوكالۍ كارونو او د آزادۍ حق ترلاسه كولو هڅو كښې د مقبوضه كشمير اولس مرسته وكړي۔