وزيراعظم لاړکانه كښې په رېنجرز اهلكارو بريد وغندلو۔ د شهيد اهلكارو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتتيا له دعا

اسلام آباد ۔ 30 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف لاړکانه كښې په رېنجرز اهلكارو د ترسره شوي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ ده د شهيد شويو اهلكارو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتتيا له دعا وكړه۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې وزيراعظم لاړكانه كښې په رېنجرز اهلكارو د ترسره شوي بريد په سختو ټكو كشې غندنه كولو سره پېښه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ وزیر اعظم د شهيد شويو اهلكارو لوړو درجو او غمژنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعظم پیښه كښې د ژوبل شوي زر روغتيا له هم دعا وكړه۔