وزيراعظم د پښې انفېكشن پھ سوب(نن) اسلام آباد ته مزل ونه كړی شو۔وزيراعظم دفتر

اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی)وزيراعظم محمد نواز شريف پېښه كښې د انفېكشن پھ سوب(نن)د نهې پھ ورځ سهار د لاهور نه اسلام آباد ته مزل ونه كړی شو۔د وزيراعظم دفتر لخوا د ګل پھ ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دې د انفېكشن له امله وزيراعظم پھ تبه پروت دے٬ډاكټر د ده معالجه كوي او د تبې ښه كېدو سره به اسلام آباد ته راورسي۔وزيراعظم د هارټ سرجرۍ كولو نه پس د جولائي د 9مې نېټې نه لاهور كښې استوګن دے