ورلډ بلائنډ ټي ټونټي جام كښې به د 7 هېوادونو لوبغاړي ګډون كوي

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) راروان كال هند كښې په كېدونكي بلائنډ ورلډ ټي 20 جام كښې ګډون لپاره د 7 هېوادونو د ګډون تصديق شوې دې ۔د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل چیئرمېن او د ورلډ بلائنډ کرکټ کونسل صدر سید سلطان شاہ اے پي پي سره په خبرو كښې وئيلي دي په جام كښې لس هېوادونو ته بلنې لېږلې شوې چې پكښې 7 هېوادونو د ګډون تصديق كړې۔په تصديق كوٶنكو هېوادونو كښې پاکستان’ هند’ آسټرالیا’ انګلستان ‘ بنګله دېش’ سري لنکا او د نیپال لوبډلې شامل دي او وېسټ انډیز’ سوئيلي افریقې او نیوزي لېنډ تراوسه د ګډون كولو تصديق نه دې كړې٬ هيله ده چې ھغوې به هم ډېر زر د خپل ګډون تصديق وكړي۔د يادونې وړ ده ورلډ ټي 20 كپ به راروان كال هند كښې لوبولې شي۔