هند د جموں وكشمير كشاله د ترهه ګرۍ سره په تړلو د خبرو اترو نه تېښتېدل غواړي

اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي هند د جموں وكشمير جدي مسئله ترهه ګرۍ سره په تړلو د خبرو اترو نه تېښتېدل غواړي ۔ د كشميري مشرتابه نه غېر د كشمير مسئله هوارېدې نشي۔ د كشميري اولس لخوا د خپلواكۍ حق غوښتنه ترهګري نه ده۔ پاكستان نړيوالې ورورولۍ ته احساس وركوي چې د كشمير مسئله هوارول څومره ضروري ده دغسې چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزي بنده كړې شي۔ د شورؤ په ورځ مقبوضه كشمير كښې د بې ګناه وګړو عامې وژنې او د هندي جارحيت په ضد د تورې ورځ لمانځلو په مهال اسلام آباد كښې يوې دستورې ته ده ووئيل پاكستان د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ لپاره بېلو هېوادونو كښې د رائې عامه جوړولو هڅه كوي۔ سرتاج عزیز ووئيل حكومت د كشمير مسئله او كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ په ډاګه كولو له ګڼ اړخيزه تګلار لري۔ خارجه سلاحكار ووئيل ما د ملګرو ملتونو ذېلي ادارو مشرانو او اسلامي تعاون تنظيم ته خطونه ليكلي كومو كښې چې ما په هغوې زور راوړې چې د كشميري اولس په ضد هندي بربريت ٬ زور او زياتې بايد د بشري حقونو تنظيمونو په نوټس كښې راوستلې شي او د دغې په ضد احتجاج وكړې شي۔ ده په دې خبره خفګان ښكاره كړو چې هند د جموں وكشمير جدي مسئله ترهه ګرۍ سره په تړلو د مذكرات نه د تېښتې لار نيسي۔ ده ووئيل ټولې نړۍ ته معلومه ده چې دا د ترهه ګرۍ نه د كشميري اولس د خپلوكۍ د حق مسله ده۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي