هر سناتور به اېدهي سنټرو له د څلورو اېمبولېنسو اخستو لپاره 20 زره روپۍ عطيه وركوي

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمېن میا رضا رباني وئيلي دي هر سناتور به اېدهي سنټرو له د څلورو اېمبولېنسو اخستو لپاره د 20 زرو روپو عطيه وركوي۔د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په موقع د عبدالستار اېدھي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو له د غړو د خبرو په مهال ريماركس كښې ميا رضا رباني ووئيل په هاٶس بزنس اېډوائزري كمېټۍ كښې په دې مسئله خبرې شوې دي٬ پرېكړه شوې چې د كېبنټ هر غړې به د خپلې تنخا نه 20 زره روپۍ څلورو اېمبولېنسو اخستو له وركوي او هر صوبائي مركز كښې به دا اېمبولينس اېدهي سنټر ته وركولې شي۔ سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق ووئيل د مسلم لیګ (ن) د پارلماني پارټۍ په غونډه كښې هم ټولو دا پرېكړه توثيق كړې ده