نن هم كشميرېان د 1947م غوندې پاكستان سره د الحاق جذبه لري

سهنسه/آزاد کشمیر 19 جولائی (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي نن هم كشميرېان د 1947م غوندې پاكستان سره د الحاق جذبه لري۔ په ټول كشمير كښې دا يو غږ تر غوږو كيږي چې كه د كشمير مقدمه څوك وړاندې بوتللې شي نو هغه يواځې نواز شريف دے۔ د هند امنيتي ځواكونو برهان واني شهيد كړو ٬ اجتماعي قبرونه وموندلې شول٬ په مېرمنو او زلمو وحشيانه ظلمونه وكړې شول ولې نن هم دا غږ پورته كيږي چې مونږ د پاكستان برخه يو۔ په ټوله نړۍ كښې رائې شماري كېدې شي نو كشميريانو سره انصاف ولې نشي كېدې۔ د جولائي په 21 مه نېټه به كشميرې اولس مسلم ليګ (ن) په لوئ اكثريت كامياب كړي۔۔ نواز شريف كشمير د پاكستان په شان سوكاله رياست جوړول غواړي۔ وفاقي وزير د نهې په ورځ سهنسه آزاد كشمير كښې وركرز كنونشن ته وېنا كوله۔ وفاقی وزیر چوهدری برجېس طاهر ووئيل د دې سيمې اولس ښه تعليمي ادارې ٬ كالجونه ٬ روغتونونه او سړكونه غواړي او هم دا د نواز شريف وژن دے۔ په 21جولائی به پاكستان مسلم ليګ (ن) كاميابېدو سره دلته يو شمېر پرمختئيائي كارونه پېل كړي