میډیکل لپاره اېټا ټېسټ د جولائي په 24مه نيټه كېږي

پېښور 20 جولائي ( اے پي پي)د خېبرپښتونخوا په سرکاري او شخصي ميډيكل او ډېنټل كالجونو كښې داخلې لپاره د اېټا انټري ټېسټ رجسټرېشن بشپړه شوې٬ ټېسټ به د جولائي په 24مه نيټه كېږي چې پكښې به نزدې27551 زده كوٶنكي (هلكان او جينكۍ) ګډون كوي۔ سږ كال د 4632 زياتو زده كوٶنكو رجسټرېشن شوې۔ په 27551 زده كوٶنكو كښې 16784 نارينه او 10767 انجونه دي۔د يادونې وړ ده ميډيكل او ډېنټل اېټا انټري ټېسټ به د جولائي په 24مه نيټه سهار 9 بجې په يو وخت د صوبې په سيدو شريف سوات٬ ايوب ميډيكل كالج اېبټ آباد٬ ونسم كالج ډېره اسماعيل خان٬ پېښور پوهنتون او اسلاميه كالجېټ كښې اخستلې شي۔