ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي عمومي اسمبلۍ كښې په بشري حقونو د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه

ملګري ملتونه ۔ 14 جولائی (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې په تندۍ سره خرابېدونكي صورتحال په نظر كښې نيولو سره پاكستان دا مسئله يو وارې بيا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې پورته كولو سره سوئيلي آسيا كښې امن او سلامتيا لپاره كشميري اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق وركولو غوښتنه كړې۔ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودھي 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې په بشري حقونو د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال ووئيل د مقبوضه كشمير اولس ته د دوئي د خپلواكۍ حق نه وركولو په نتيجه كښې تشددد ٬غېر قانوني نيولو او د عامو وژنو په ډول د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كيږي۔ د برهان وانی د وژنې په ضد په كشمير كښې په لويه كچه مظاهرې وشوې او د نېغ په نېغه ډوزو په نتيجه كښې تر دې دمه 36 كسان وژلي شوي دي۔ هندي امنيتي ځواك د كشمير اولس د خپلواكۍ حق غوښتنه د مينځھ وړلو له طاقت په وحشيانه توګه كاروي۔ حال دا دے چې د سلامتي كونسل قراردادونو كښې كشميريانو ته د دوئي د حق وركولو لوظ شوے۔ د دې لوظ 68 كاله شوي دي ولې دا تر اوسه پاللې شوې نه دے۔